د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران له امریکا سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره جدي هڅې کوي، خو واشنګټن تر اوسه د وړاندې شوې طرحې څخه راضي نه دی.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، ایران «ډېر لیواله دی چې معامله وکړي»، خو په خبره یې د خبرو بهیر لا پایلې ته نه دی رسېدلی.
هغه زیاته کړه: «موږ تر اوسه راضي نه یو، خو کېدای شي وروسته راضي شو او که نه، نو بیا به اړ شو چې کار بشپړ کړو.»
د امریکا ولسمشر د خپلو خبرو نور جزییات ورنه کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې روانې دي.
لیکوال:سعید سمیر








