TOOSnews
اعلان
په غزني كې بې پيلوټه الوتكو هوايي بريدونه كړي دي.
افغانستانټوس نیوز

په غزني كې بې پيلوټه الوتكو هوايي بريدونه كړي دي.

۲۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د غزني ولايت په مرکز کې د نواباد سیمې د بزازي مارکېټ په شاوخوا کې د بې‌پيلوټه الوتکې د برید خبر ورکړل شوی،ځايي سرچینې وايي چې دا پېښه د تېرې ورځې په ترڅ کې رامنځته شوې ده. تر اوسه د احتمالي زیانونو یا تلفاتو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

د معلوماتو له مخې، دا په تېرو اوو ورځو کې په غزني کې دويم ځل دی چې د هوا له لارې برید ترسره کېږي، خو په دواړو پېښو کې لا تر اوسه دا نه ده روښانه شوې چې کوم هدفونه په نښه شوي وو.

طالبانو د دې وروستیو هوايي بریدونو په اړه تر دې دمه کوم رسمي دریځ نه دی ورکړی او نه یې د برید د ترسره کوونکو په اړه څه ویلي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.