TOOSnews
اعلان
د لوى اختر پر مهال نږدې ٣٠٠ زره سيلانيانو باميان ته سفر كړی.
کلتور او هنرټوس نیوز

د لوى اختر پر مهال نږدې ٣٠٠ زره سيلانيانو باميان ته سفر كړی.

۱۲ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بامیان ولایت چارواکي وایي، د لوی اختر د رخصتیو پر مهال نږدې ۳۰۰ زره کورنیو او بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له تاریخي، لرغونو او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.

د بامیان ولایت د طالبانو ویاند صبور فرزان سیغاني ویلي، له یاد شمېر څخه ۱۴۱ زره کسانو یوازې د بند امیر ملي پارک لیدنه کړې، چې د هېواد له مهمو طبیعي او سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کېږي.

د نوموړي په وینا، پاتې سیلانیانو د بامیان له تاریخي اثارو، لرغونو سیمو او نورو تفریحي ځایونو څخه لیدنه کړې ده.

چارواکي وایي، بامیان د خپل طبیعي ښکلا، تاریخي ارزښت او لرغونو اثارو له امله د هېواد له مهمو سیاحتي ولایتونو څخه شمېرل کېږي او هر کال د اخترونو او رخصتیو پر مهال د ګڼ شمېر کورنیو او بهرنیو سیلانیانو کوربه وي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.