د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د پاکستان له لوري پر افغانستان د وروستیو هوايي بریدونو او د ملکي وګړو د وژل کېدو په غبرګون کې ویلي، د کلیو بمبارول او د بېګناه خلکو وژل د توجیه وړ نه دي.
کوفي د سېشنبې په ورځ په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې تر اوسه یې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د طالبانو د کوم لوړپوړي مشر د په نښه کېدو بېلګه نه ده لیدلې. هغې ویلي، د ملکي وګړو وژل نه یوازې ستونزه نه حلوي، بلکې هغه بېګناه خلک قرباني کوي چې د تېر جمهوریت پر مهال هم د جګړو او تاوتریخوالي دروند بار یې پر اوږو وړی و.
هغې زیاته کړې، افغانان اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له سختو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ دي او د ژوند د دوام لپاره له ډېرو محدودو امکاناتو څخه استفاده کوي.
کوفي د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د شتون په اړه هم ویلي، که د بریدونو موخه د دغې ډلې غړي وي، په افغانستان کې ډېر کسان د هغوی د فعالیت سیمې پېژني او د ملکي سیمو بمبارول د دې ستونزې د حل لار نه ده.
نوموړې ټینګار کړی، د کلیو بمبارول او د هغو ملکي وګړو وژل چې له کلونو جګړو او کړاوونو سره مخ دي، نه د توجیه وړ دي او نه هم د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې اغېزمنه تګلاره بلل کېدای شي. هغې زیاته کړې، ملکي وګړي باید هېڅکله د سیاسي او پوځي ناکامیو بیه ور نه کړي.
لیکوال:سعید سمیر








