TOOSnews
اعلان
پخواني ولسمشر اشرف غني افغان ملت ته د لوى اختر د مباركي پيغام وړاندې كړ.
افغانستانټوس نیوز

پخواني ولسمشر اشرف غني افغان ملت ته د لوى اختر د مباركي پيغام وړاندې كړ.

۶ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني د لوی اختر په مناسبت افغان ملت او د نړۍ ټولو مسلمانانو ته مبارکي ویلې او له هېوادوالو یې غوښتي چې د هېواد د راتلونکي، ملي یووالي او مشروع نظام لپاره ملي بحث او ګډ تفاهم ته مخه کړي.

هغه په خپل پیغام کې د افغانستان اوسنی وضعیت اندېښمنوونکی بللی او ویلي یې دي چې هېواد له اقتصادي ستونزو، اقلیمي بدلونونو، لوږې او نړیوالې انزوا سره مخ دی. نوموړي همداراز د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر حقونو محدودیتونو نیوکه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅ ملت د ښځو له ونډې پرته پرمختګ نه شي کولای.

اشرف غني د سیمې وروستیو تحولاتو ته په اشارې ویلي، چې افغانستان د سیمې د ثبات لپاره مهم رول لري او باید د ملي اجماع، سولې او اقتصادي محور سیاست پر لور حرکت وکړي. هغه دا هم ویلي چې هېڅ اختلاف باید د افغانانو ترمنځ د تاوتریخوالي او جګړې لامل نه شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.