د خوست ولایت سیمهییزې سرچینې د یوه پخواني نظامي د مرموزې مړینې خبر ورکوي. د دغو سرچینو په وینا، نوموړي له وروستیو سیاسي بدلونونو وروسته په یوه خصوصي ټلوېزیون کې د اشپز په توګه کار کاوه، خو اوس یې په یوه مشکوکه پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.
د سیمهییزو سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوی کس «عمرانالله» نومېده او د دوشنبې په ورځ، د چنګاښ ۸مه، په ناڅرګندو شرایطو کې مړ شوی دی. تر اوسه د دې پېښې د وخت او څرنګوالي په اړه رسمي جزئیات نه دي خپاره شوي.
یوې سیمهییزې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي، ویلي چې ښايي عمرانالله د خپلو ملګرو له خوا وژل شوی وي. خو دا ادعا تر اوسه د مسؤلو چارواکو له خوا نه ده تأیید شوې او د پېښې د عامل یا عاملانو په اړه هم نور معلومات نشته.
د موجودو معلوماتو له مخې، عمرانالله د پخواني حکومت پر مهال په پکتیکا ولایت کې د سرحدي پولیسو د غړي په توګه دنده ترسره کوله. هغه د جمهوري نظام له سقوط او سیاسي بدلونونو وروسته په خصوصي «غرغښت» ټلوېزیون کې د اشپز په توګه کار پیل کړی و.
د دې وژنې انګېزه تر اوسه روښانه نه ده، او سیمهییزو چارواکو هم د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي. همدارنګه، دا هم لا نه ده معلومه چې د دې قضیې په اړه رسمي څېړنې پیل شوي دي که نه.
لیکواله:سلیمه آریایي








