TOOSnews
اعلان
د افغانستان د آزادۍ جبهې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ پر مرکز د شپې د برید مسؤولیت ومانه.
افغانستانټوس نیوز

د افغانستان د آزادۍ جبهې د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ پر مرکز د شپې د برید مسؤولیت ومانه.

۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د «افغانستان د آزادۍ جبهې» په وینا، د دې ډلې ځواکونو تیره شپه د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د طالبانو پر مرکز برید کړی دی.

دې جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا عملیات د شپې شاوخوا ۱۰:۳۰ بجې ترسره شوي او په پایله کې یې د طالبانو ځواکونو ته تلفات او زیانونه اوښتي دي، خو د تلفاتو دقیق شمېر نه دی وړاندې شوی.

په همدې حال کې، سیمه‌ییزو سرچینو دا پېښه تایید کړې او ویلي یې دي چې دا برید د «لاسي بم» په کارولو سره ترسره شوی دی.

له بلې خوا، طالبانو تر اوسه د دې پېښې په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل وروستي درې‌میاشتني راپور کې د افغانستان د وضعیت په اړه، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د موندنو پر بنسټ، امنیت شورا ته ویلي چې د روان میلادي کال د فبروري له ۱ څخه د اپرېل تر ۳۰ پورې، د طالبانو مخالفو ډلو په ۱۰ ولایتونو کې د ۱۸ بریدونو مسؤلیت منلی چې له دې ډلې ۱۶ یې د تایید وړ دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.