د افغانستان د طالبانو مخالفې «ازادۍ جبهې» ادعا کړې چې هغه ترهګرې ډلې چې افغانستان، سیمې او نړۍ ته ګواښ پېښوي، د طالبانو تر سیوري لاندې یا د هغوی په خوندي پناهځایونو کې روزل شوي او پراختیا یې موندلې ده.
ازادۍ جبهې په اېکس کې په یوه خپاره کړي پیغام کې طالبان په افغانستان کې د ترهګرۍ او افراطیت د ودې «لومړی درجه مسوول» بللي او ویلي یې دي چې د طالبانو د له منځه وړلو لپاره به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د دې جبهې څرګندونې داسې مهال دي چې پاکستان هم پر طالبانو تور پورې کوي چې د پاکستاني طالبانو غورځنګ (ټي ټي پي) غړو ته یې په افغانستان کې د فعالیت، روزنې او پناه زمینه برابره کړې ده. اسلاماباد ادعا کوي چې په پاکستان کې وروستۍ ناامنۍ تر ډېره له افغانستانه سرچینه اخلي؛ خو طالبان دغه تورونه ردوي.
پر طالبانو تر دې وړاندې داسې تورونه هم لګېدلي چې القاعده، د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ او ځینې نورې وسلهوالې ډلې په افغانستان کې حضور او خوندي پناهځایونه لري.
ملګرو ملتونو هم په خپلو بېلابېلو راپورونو کې په افغانستان کې د نړیوالو ترهګرو ډلو د حضور په اړه اندېښنه څرګنده کړې او دا وضعیت یې د سیمې هېوادونو لپاره د امنیتي اندېښنې وړ بللی دی.
لیکوال:سعید سمیر








