TOOSnews
اعلان
له افغانستانه تر جرمني؛ د شبنم د ليكوالۍ او د نجونو د ملاتړ كيسه.
کلتور او هنرټوس نیوز

له افغانستانه تر جرمني؛ د شبنم د ليكوالۍ او د نجونو د ملاتړ كيسه.

۱۷ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

افغانه لیکواله شبنم وايي، د ۱۷ کلنۍ له عمره یې لیکوالي پیل کړې او له هېڅ استاد یا رسمي کورس پرته یې د خپلو احساساتو او تجربو پر بنسټ لیکل زده کړي دي.

نوموړې وايي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډواله شوه، خو د کډوالۍ له سختیو سره سره یې لیکوالي پرېنښوده. هغې وروسته په اتریش کې خپل لومړی کتاب «د ژوند کتاب» چاپ کړ او بیا یې دویم اثر «له زړه تر کاغذه» هم خپور کړ.

شبنم اوس په جرمني کې ژوند کوي او د افغانستان دننه نجونو ته وړیا انلاین د لیکوالۍ، ژوند مهارتونو او هڅونې ټولګي وړاندې کوي. نوموړې له یو شمېر نجونو سره د کتاب لوستلو کلبونه او روزنیزې غونډې هم جوړوي.

شبنم وايي، هڅه کوي د افغانستان له زده‌کړو محرومو نجونو لپاره د زده‌کړې، ملاتړ او هڅونې لا پراخ فرصتونه برابر کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.