د کابل په بازار کې د تېرې اوونۍ په پرتله د سرو زرو بیې راټیټې شوي دي، خو د لومړنیو خوراکي توکو، نفتي موادو او اسعارو بیې په همدې موده کې بدلون نه دی کړی.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، د ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو د هر ګرام بیه له ۷۰۹۰ افغانیو څخه ۶۹۶۰ افغانیو ته راټیټه شوې او د ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو د هر ګرام بیه هم له ۵۶۶۰ افغانیو څخه ۵۵۵۰ افغانیو ته کمه شوې ده.
همدارنګه، د اوړو، بورې، وریجو، غوړیو، چای، پټرولو، ډیزلو، مایع ګاز او د امریکايي ډالر او پاکستانۍ روپۍ د پېرلو نرخونه د تېرې اوونۍ په پرتله له کوم بدلون پرته پر خپل پخواني حالت پاتې دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








