TOOSnews
اعلان
حميد خراساني له جمعه خان فاتح څخه ملاتړ اعلان كړ.
افغانستانټوس نیوز

حميد خراساني له جمعه خان فاتح څخه ملاتړ اعلان كړ.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

حمید خراساني، چې د طالبانو د پنجشېر څخه يواځنې قوماندان دی تازه يي د بدخشان له ناراضي طالب قوماندان جمعه‌خان فاتح ملاتړ اعلان کړی دی.

خراساني په یوه غږیز کلیپ کې طالبان پر توکمپالنې تورن کړي او ادعا یې کړې چې دغه ډله له غیرپښتنو سره «خورا بد چلند» کوي.

نوموړي ویلي، طالبانو هڅه کړې چې له ده او د ده له ملګرو څخه وسلې واخلي، خو د ده په وینا، دا کار به ممکن نه وي.

خراساني ګواښ کړی چې که طالبان د دوی د بې‌وسلې کولو هڅه وکړي، «یا به دوی ووژل شي او یا به ځان وژنه وکړي.»

د خراساني دا څرګندونې داسې مهال دي چې په بدخشان کې د طالبانو د ځواکونو او د جمعه‌خان فاتح د وسله‌والو ترمنځ نښتې روانې دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.