TOOSnews
اعلان
هرات والي: تشريفاتي كارونه ودروئ، خلكو ته د كار زمينه برابره كړئ.
افغانستانټوس نیوز

هرات والي: تشريفاتي كارونه ودروئ، خلكو ته د كار زمينه برابره كړئ.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د هرات والي، اسلام‌جار، د دې ډلې له دولتي ادارو غوښتي چې تشریفاتي او بې‌پایلې چارې ودروي او خپل تمرکز د خلکو لپاره د کاري فرصتونو پر رامنځته کولو وکړي. هغه ویلي، افغانان تر هر څه زیات کار او عاید ته اړتیا لري.

اسلام‌جار دا څرګندونې په هرات کې د کاري فرصتونو د زیاتولو په اړه په یوه غونډه کې کړي دي. نوموړي ټینګار کړی چې ټولې ادارې باید د بېکارۍ د کمولو لپاره عملي پروګرامونه پلي کړي او ځوانانو او بېکاره کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.

هغه زیاته کړې، له مسؤلیت څخه تېښته او پلمې د منلو وړ نه دي او هره اداره باید هره میاشت راپور وړاندې کړي چې څو کسانو ته یې د کار فرصتونه برابر کړي دي.

د هرات طالب والي همداراز د دولتي او غیردولتي ځمکو د پېژندنې او تثبیت بهیر د چټکولو سپارښتنه کړې او ویلي یې دي، د دې کار له لارې به د رغنیزو پروژو د پلي کېدو او خلکو ته د کار موندنې زمینه برابره شي.

د نړیوال بانک د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه شاوخوا ۲۵ سلنې ته رسېږي، چې د هېواد د اقتصادي وضعیت د خرابوالي څرګندونه کوي.

شنونکي وایي، د طالبانو د اقتصادي او اداري سیاستونو، د بانکي نظام محدودیتونو او د نړیوالو مرستو د کمېدو له امله په هېواد کې کاري فرصتونه کم شوي او د خلکو د عاید سرچینې محدودې شوي دي. د دوی په وینا، د شفاف استخدام نشتوالی او د دولتي دندو ډېری برخې خپلو پلویانو ته سپارل، د دې لامل شوي چې ګڼ مسلکي او لوستي کسان له کاره بې‌برخې پاتې شي او ډېری افغانان د کار او ښه ژوند په لټه کې له هېواده د وتلو خطرناکې لارې غوره کړي.

لیکوال:سعسد سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.