TOOSnews
اعلان
هبت اللّه: زده كړيالان دې ديني او عصري علوم زده كړي او د هېواد دفاع ته دې چمتو وي.
افغانستانټوس نیوز

هبت اللّه: زده كړيالان دې ديني او عصري علوم زده كړي او د هېواد دفاع ته دې چمتو وي.

۲۳ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده وایي، زده‌کړیالان باید دیني او عصري علوم زده کړي، څو د ده په وینا، د «دښمن» پر وړاندې د خپل دین د دفاع وړتیا ولري.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۲مه) ویلي، چې د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د یو شمېر زده‌کړیالانو د فراغت په مراسمو کې د هبت‌الله اخوندزاده پیغام ولوستل شو.

هبت‌الله په خپل پیغام کې ویلي، دیني علوم د نورو علومو په پرتله فضیلت لري، خو عصري او دنیوي زده‌کړې یې هم د ټولنې اړتیا بللې دي. نوموړي ټینګار کړی چې د دیني او عصري علومو د زده‌کړې موخه یوازې د شخصي اړتیاوو پوره کول نه دي، بلکې د اسلامي امت د وړتیاوو لوړول هم دي، څو امنیت یې خوندي وي او د اړتیا پر مهال د «دښمن» پر وړاندې له خپل دین څخه دفاع وکړای شي.

د طالبانو مشر له استادانو غوښتي چې د زده‌کړیالانو په روزنه کې له صبر، استقامت، امانتدارۍ، نصیحت، شفقت او مهربانۍ کار واخلي او هغوی د خپلو اولادونو په څېر وروزي. هغه همداراز ویلي چې استادان باید د خپلو خبرو او کړنو له لارې د زده‌کړیالانو لپاره عملي بېلګه وي او د تحقیق او مطالعې پر بنسټ تدریس وکړي.

بلخوا، د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم له فارغانو غوښتي چې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي. نوموړي ویلي، هغه کسان چې علم لري او هغه کسان چې علم نه لري، برابر نه دي.

ندیم زیاته کړې چې د طالبانو حکومت له فارغانو د نظام، هېواد او ولس لپاره ډېرې هیلې لري او له هغوی یې غوښتي چې د هغو کسانو په خبرو ونه‌غولېږي چې له هېواده بهر ته یې هڅوي، بلکې په افغانستان کې دې خپلو زده‌کړو او کار ته دوام ورکړي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د نجونو پر لوړو زده‌کړو د بندیز له امله په دې فراغتغونډه کې ښځینه زده‌کړیالې هم حضور نه درلود.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.