د بشري حقونو د څار سازمان وايي، د «ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ» شپږ نارینه کارکوونکي له یوې میاشتې راهیسې په کابل کې د طالبانو لهخوا نیول شوي او په جبري توګه لادرکه شوي دي. دې بنسټ د دغو کسانو د برخلیک د روښانه کېدو او هغوی ته یې د کورنیو د غړو د لاسرسي غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان د پنجشنبې په ورځ، د زمري ۲۲مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې طالبانو تر اوسه د هغو شپږو کسانو د ساتلو د ځای په اړه هېڅ معلومات نه دي ورکړي چې د جولای په ۱۸مه په کابل کې نیول شوي وو. یاد سازمان له طالب چارواکو غوښتي که چېرې پر دغو کسانو کوم قانوني تور نه وي، نو ژر تر ژره دې خوشې کړي.
یاد سازمان همداراز له طالبانو غوښتي چې د نیول شویو کسانو کورنیو او وکیلانو ته اجازه ورکړي چې له هغوی سره وویني او د هغوی د روغتیايي وضعیت او د ساتلو له ځای څخه خبر شي. د دې ادارې په وینا، د دغو کسانو د برخلیک په اړه دوامداره بېخبري د هغوی د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې کړي دي.
د «ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ» د ښځو او ماشومانو د حقونو په برخه کې فعالیت کوي او په دې برخه کې د ملاتړ، څېړنې او مدافع پروګرامونه وړاندې کوي. د بشري حقونو د څار سازمان وايي، دغه بنسټ له هغو ادارو څخه دی چې په افغانستان کې یې د ښځو او ماشومانو د حقونو د ملاتړ لپاره فعالیت کړی دی.
ماکارنا سائس، د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د حقونو د برخې مشرې، ویلي، داسې ښکاري چې طالبان د ښځو او نجونو د ملاتړ هڅې د خپل حکومت پر وړاندې د ګواښ په توګه ګڼي. هغې د دغو شپږو کارکوونکو د ساتلو د ځای په اړه د سمدستي معلوماتو ورکولو او که چېرې دوی په غیرقانوني توګه نیول شوي وي، د هغوی د خوشې کېدو غوښتنه کړې ده.
د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، د جون په ۲۱مه طالب ځواکونو په کابل کې د «ښځو او ماشومانو د حقونو د څېړنې بنسټ» پر دفتر برید وکړ او د دې ادارې د کارکوونکو لپټاپونه او ګرځنده ټیلیفونونه یې ضبط کړل. یوې باخبرې سرچینې هم دې سازمان ته ویلي چې د دغه بنسټ دفتر تلاشي او وروسته مهر او لاک شوی دی.
د بشري حقونو د څار سازمان ته د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دفتر له تلاشي وروسته په راتلونکو اوونیو کې طالب ځواکونو د دې ادارې کارکوونکي د بنسټ د فعالیتونو په اړه تر پوښتنو او تحقیقاتو لاندې ونیول. دا لړۍ د بنسټ د شپږو نارینه کارکوونکو تر نیول کېدو مخکې هم روانه وه.
د جولای په ۱۸مه طالب چارواکو د بنسټ له شپږو نارینه کارکوونکو وغوښتل چې د ضبط شویو وسایلو د بېرته ترلاسه کولو لپاره د دې ادارې دفتر ته ورستانه شي. خو د بشري حقونو د څار سازمان په وینا، ټول شپږ کسان دفتر ته له تګ وروسته ونیول شول او له هغه وخت راهیسې یې کورنیو ته د هغوی د ساتلو د ځای او وضعیت په اړه هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړل شوي.
د نیول شویو کسانو د کورنیو غړو هم ویلي چې طالب چارواکو تر اوسه د هغوی د ساتلو د ځای، روغتیايي وضعیت او یا پر هغوی د احتمالي تورونو په اړه هېڅ معلومات نه دي وړاندې کړي. زرقا یفتلي، چې پخوا یې د دغه بنسټ مشري کوله او اوس په کاناډا کې یوه همکاره اداره چلوي، ویلي چې د دغو کسانو کورنۍ په دوامداره وېره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي.
طالبانو په ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې وروسته، چې بېرته واک ته ورسېدل، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر حقونو پراخ محدودیتونه لګولي دي. ښځې او نجونې په دغه هېواد کې د زدهکړو، کار او تګ راتګ په برخو کې له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د هغوی ګڼ شمېر حقونه او ازادۍ محدودې شوي دي.
د بشري حقونو د څار سازمان وايي، طالبانو په تېرو کلونو کې یو شمېر خپل منتقدان، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې د دې ډلې محدودیتونه یې ننګولي، نیولي او بندیان کړي دي. د دې سازمان په وینا، ځینې کسان په خپلسري ډول نیول شوي او د اوونیو لپاره له خپلو کورنیو او ټولنې څخه لرې ساتل شوي دي.
یاد بنسټ همداراز ادعا کوي چې یو شمېر نیول شوي کسان په ناوړه شرایطو کې ساتل شوي او له شکنجې او بد چلند سره مخ شوي دي. د بشري حقونو د څار سازمان ټینګار کړی چې د بشري حقونو د مدافعانو نیول او په جبري توګه یې لادرکه کول باید د نړیوالې ټولنې له جدي غبرګون سره مخ شي.
د بشري حقونو د څار سازمان له حکومتونو غوښتي چې پر طالبانو فشار راوړي، څو د ښځو پر وړاندې د مخ پر زیاتېدونکي ځپلو لړۍ پای ته ورسوي او د بشري حقونو د مدافعانو له نیولو او جبري لادرکه کولو لاس واخلي. دغه سازمان وايي، د افغانستان د بشري حقونو وضعیت ته د حکومتونو تر اوسه غبرګون کافي نه دی.
سائس هم ویلي چې حکومتونه باید طالبان د ښځو د ځپلو او د بشري حقونو د مدافعانو د نیولو او جبري لادرکه کولو په تړاو ځوابویونکي کړي. هغې همداراز د مهاجرینو د ایستلو د زیاتولو لپاره له طالبانو سره د ځینو حکومتونو پر تعامل نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې افغانستان ته د خلکو بېرته ستنول ښايي هغوی له جدي ګواښ سره مخ کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








