TOOSnews
اعلان
د تېلو د بیو لوړوالی:مودي د هند له وګړو د سپما غوښتنه وکړه.
اقتصاديټوس نیوز

د تېلو د بیو لوړوالی:مودي د هند له وګړو د سپما غوښتنه وکړه.

۲۲ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

نرندرا مودي، د هندوستان لومړی وزیر، د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د انرژۍ په نړیوالو بیو کې د زیاتوالي په اړه، له خپلو هېوادوالو وغوښتل چې د تېلو مصرف کم کړي، سفرونه محدود کړي او واردات کم کړي، څو د دې هېواد د بهرنیو اسعارو پر زیرمو فشار کم کړي.

هغه ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې، هندوستان اړتیا لري چې د خپلو بهرني اسعارو زیرمې ته «ځانګړې پاملرنه» وکړي.

مودي وویل، د تېلو د مصرف د کمولو لپاره باید له کوره کار کول او آنلاین غونډې چې د کووېډ-۱۹ وبا پر مهال رایجې وې، بیا پیل شي. هغه له خلکو وغوښتل چې هر څومره ممکنه وي د عامه ترانسپورټ لکه میټرو، ریل او شریکو موټرو څخه استفاده وکړي.

د هندوستان لومړي وزیر د اسعارو پر سرچینو فشار ته په اشاره، له خلکو یې وغوښتل چې د واده مراسمو کې د سرو زرو اخیستل او غیر ضروري بهرني سفرونه لږ تر لږه د یو کال لپاره کم کړي.

هغه د خوراکي غوړو د مصرف کمول «صحي او میهن‌پالنه» وبلله او له کورنیو څځه یې وغوښتل چې په دې برخه کې خپله ونډه ولري.

ښاغلي مودي همدارنګه له کروندګرو وغوښتل چې د کیمیاوي سرې مصرف تر نیمایي پورې کم کړي. هم مهاله، د هندوستان حکومت چې د نړۍ درېیم لوی د تېلو واردوونکی او مصرف کوونکی دی اعلان یې کړی چې د بیو د نړیوال زیاتوالي له امله په لنډ مهال کې د تېلو بیې نه زیاتوي.

د امریکا او ایران تر منځ د روانې جګړې په ترڅ کې، د نړیوالو تېلو بیې د شدیده بدلونونو او مقطعي زیاتوالي سره مخ شوې دي. کارپوهان وايي، د هرمز په تنګي کې د کښتۍ‌ چلونې ګډوډي د بیو په زیاتوالي کې مهم رول لوبولی دی.ر

هندوستان د خپل اړتیا وړ خام نفتو له ۸۵٪ زیات واردوي. عراق، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د هندوستان د تیلو دودیز او ستراتیژیک عرضه کوونکي دي.

د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې، روسیه چې د امریکا او اروپا له خوا په انرژۍ باندې بندیزونه لري، د هندوستان تر ټولو لوی تیلو عرضه کوونکی ګرځېدلی، ځکه هندوستان د ځانګړو تخفیفونو په کارولو سره له مسکو څخه د تیلو پیرود په پراخه کچه زیات کړی دی.

راپورونه ښيي چې ډیری حکومتونه اوس د تیلو د بیو د کنترول له ننګونو سره مخ دي او د ځینو هېوادونو اضطراري زیرمې پای ته رسېږي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.