په ۱۴۰۵ هجري لمریز کال کې د کال په لومړۍ میاشت کې، د غزني ولایت د لسګونو بهرنیو ګرځندویانو د ورتګ شاهد و؛ یوه پېښه چې یو ځل بیا د دې ولایت تاریخي اهمیت ته پام را اړوي.
د امارت د شرکتونو د عمومي ریاست د خبر له مخې، په دې موده کې ۳۸ نړیوالو ګرځندویانو د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د تاریخي او فرهنګي ځایونو د لیدو لپاره غزني ته سفر کړی دی.
په هغه راپور کې چې د «افغان ټور» شرکت لخوا خپور شوی، غزني د افغانستان د مهمو تمدني او تاریخي مرکزونو له جملې څخه یاد شوی چې لا هم د بهرنیو ګرځندویانو پام ځان ته را اړوي.
د دې شرکت مسؤلینو ویلي، دغه ګرځندویان له بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، چین، بریتانیا، ایټالیا، سویډن، فنلند، مالیزیا، اندونیزیا او پاکستان څخه وو. دوی د باستاني ځایونو او په ځانګړي ډول د غزنوي دورې د میراث د لیدو لپاره دې ولایت ته سفر کړی دی.
دغه شمېرې ښيي چې سره له موجودو ننګونو، د بهرنیو ګرځندویانو لېوالتیا د افغانستان تاریخي میراثونو د لیدو لپاره لا هم دوام لري او غزني په دې برخه کې ځانګړی ځای لري.
لیکواله:سلیمه آریایي








