TOOSnews
اعلان
ايران وايي د غچ اخيستونكو عملياتو پر مهال يې «ساريسكا» بېړۍ په نښه كړې.
نړۍټوس نیوز

ايران وايي د غچ اخيستونكو عملياتو پر مهال يې «ساريسكا» بېړۍ په نښه كړې.

۱۳ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

عراقي چارواکي وایي، په فارس خلیج کې یوه باروړونکې بېړۍ د دوو جلا بریدونو هدف ګرځېدلې او د چاودنو له امله یې زیان لیدلی دی. د راپورونو له مخې، پېښه د عراق او کوېټ ترمنځ سمندري سیمه کې رامنځته شوې او د برید څرنګوالی تر څېړنې لاندې دی.

بلخوا ایران دولتي رسنیو د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو له قوله خبر ورکړی چې د دوی ځواکونو د غچ اخیستونکو عملیاتو په لړ کې د «ساریسکا» په نوم بېړۍ د کروز توغندي په وسیله په نښه کړې ده. د ایران په وینا، دغه اقدام د امريکا پروني برید په ځواب کې ترسره شوی دی.

تر اوسه د بېړۍ د عملې د مرګ‌ژوبلې په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی، خو د سمندري څار ادارو ویلي چې د پېښې په اړه پلټنې روانې دي او د برید اصلي جزئیات لا نه دي روښانه شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.