د خراسان جنوبي ولايت چارواکو اعلان کړی چې د ماهيرود په پوله له افغانستان څخه واردات ۸۴۶ سلنه زیات شوي دي. محمدرضا هاشمي وویل چې د جګړې له پیل راهیسې د دې پولې تجارتي تبادلې وده کړې او دا یوه له فعالو تجارتي دروازو څخه د هېواد لپاره ګرځېدلې ده.
ښاغلي هاشمي د سې شنبې په ورځ په یوه ګډه ناسته کې چې د طالبانو له چارواکو سره په فراه ولایت کې ترسره شوه وویل چې د ماهیرود پوله د دواړو هېوادونو ترمنځ یوې مهمې تجارتي لارې باندې بدله شوې ده.
محمدرضا هاشمي زیاته کړه چې د ماهیرود-فراه لار وروسته له ۱۷ کلونو ځنډ وروسته په تېر یوه کال کې د پام وړ پرمختګ کړی دی. دا لار د ایران د سوېلي خراسان ولایت پوله له فراه ولایت سره نښلوي او د ایران، افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره مهمه بلل شوې ده.
هغه وویل چې د کاري ساعتونو د زیاتوالي سره، د ماهیرود او فراه ترمنځ ورځنی تګ راتګ له زرګونو لاریو څخه اوړي. دغه ایراني چارواکي همدارنګه د ګډې پولې بازار، د افغانستان د ګمرک استازیتوب او د ګډو سوداګریزو خونو د پیاوړتیا غوښتنه وکړه.
د سوېلي خراسان والي وویل چې د آنلاین نوبت ورکولو سیسټم هم فعال شوی تر څو په دې لار کې اوږده انتظارونه له منځه یوسي.
هغه زیاته کړه چې د ۱۴۰۴ کال په اوږدو کې د وارداتو وده ۱۶۵ سلنه ثبت شوې او د جګړې له پیل راهیسې د ماهیرود له پولې له افغانستان څخه د وارداتو ډالري ارزښت ۴۴۱ سلنه زیات شوی دی.
لیکواله:سلیمه حکیمي








