TOOSnews
اعلان
اسرائيلو له انتونيو ګوترېش سره اړيكيې وځنډولې.
نړۍټوس نیوز

اسرائيلو له انتونيو ګوترېش سره اړيكيې وځنډولې.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

اسراییل اعلان کړی چې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره خپلې اړیکې ځنډوي. دغه پرېکړه وروسته له هغې شوې چې داسې راپورونه خپاره شول چې ښايي اسراییل د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي اړوند د ملګرو ملتونو په «تور لېست» کې شامل شي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل سفیر ډني ډانون د پنجشنبې په ورځ ویلي، د ملګرو ملتونو له اوسني سرمنشي سره د اسراییل اړیکې نورې دوام نه کوي. هغه په اېکس کې خپره شوې ویډیویي وینا کې ویلي: «له دغه سرمنشي سره زموږ کار پای ته رسېدلی دی.»

په ملګرو ملتونو کې د اسراییل استازولۍ ویلي، د دې پرېکړې له مخې به د انتونیو ګوترش د ماموریت تر پای، یعنې د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر تر ۳۱مې، د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتر سره اړیکې ځنډول شوې وي.

ډني ډانون د اسراییل د احتمالي شاملېدو په اړه ویلي، پر اسراییل د جنسي تاوتریخوالي د جګړه‌ییزې وسلې په توګه د کارولو تور «رسوایي» ده. هغه د ملګرو ملتونو سرمنشي تورن کړی چې د حماس او اسراییل ترمنځ برابري رامنځته کوي.

هغه همداراز د ملګرو ملتونو هغه راپور ته اشاره کړې چې د جګړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په اړه چمتو شوی، خو لا تر اوسه نه دی خپور شوی او د اړوندو هېوادونو له لوري ارزول کېږي.

د ملګرو ملتونو په یوه کلني راپور کې تېر اګست خبرداری ورکړل شوی و چې ښايي اسراییل د هغو لورو په نوملړ کې شامل شي چې په وسله‌والو شخړو کې د جنسي تاوتریخوالي په ترسره کولو شکمن یا مسوول بلل کېږي. په دغه نوملړ کې د حماس نوم هم شامل دی.

ملګرو ملتونو مخکې ویلي وو چې د فلسطیني بندیانو پر وړاندې د اسراییلي امنیتي ځواکونو له خوا د جنسي تاوتریخوالي «باور وړ راپورونه» موجود دي، خو د دې سازمان پلټونکو ته زندانونو او نورو توقیف ځایونو ته د لاسرسي اجازه نه ده ورکړل شوې.

ډني ډانون ویلي، اسراییل د ملګرو ملتونو استازي وربللي وو څو دغه تورونه وڅېړي، خو د هغه په وینا هغوی اسراییل ته د ورتګ پر ځای د اسراییل ضد دریځ ته دوام ورکړی دی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.