د کابل ښار په لویدیځ کې ځینې ځایي اوسېدونکي وایي چې د امید سبز ښارګوټي د نقاش سړک د جوړولو پروژه له نهو میاشتو راهیسې کومه مهم پرمختګ نه دی کړی.
دغو سرچینو سه شنبې، د غویي ۲۲ مه، ویلي چې د امید سبز ښارګوټي د نقاش سړک د بشپړولو مهالویش ۱۴ میاشتې ټاکل شوی و، خو په تېرو نهو میاشتو کې لا هم د سړک خاورو ایستل نه دي بشپړ شوي.
سرچینې زیاتوي چې د دې سړک د جوړولو کار د ۱۴۰۵ کال د پیل راهیسې په بشپړ ډول ودرېدلی دی.
سرچینو همداراز ویلي چې طالبان په دې موده کې ونه توانېدل چې د درې کیلومتره سړک جوړولو کار بشپړ کړي.
د سیمې اوسېدونکي د دې سړک د ورو پرمختګ له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي، خو طالبان دې موضوع ته هېڅ پام نه کوي.
طالبانو د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې سړکونه خراب کړي، خو د بیا رغونې بهیر یې ډېر ورو پر مخ ځي.
لیکواله:سلیمه حکیمي








