د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې که د طالبانو حکومت د اسلام اباد غوښتنو ته غوږ کېنږدي او د وسلوالو ډلو له ملاتړه لاس وانه خلي، نو له کابل سره د سختې جګړې احتمال شته.
خواجه اصف د پاکستان د ملي اسمبلۍ په غونډه کې ویلي، چې کابل د اسلام اباد پر ضد د هغه په وینا «د هند د جګړې» په ډول چلند کوي او د دواړو ښارونو ترمنځ هېڅ توپیر نه پاتې کېږي.
نوموړي ادعا وکړه چې اسلام اباد څو ځله هڅه کړې څو د طالبانو له حکومت سره د خبرو له لارې ستونزې حل کړي او د درېیو هېوادونو په منځګړیتوب یې هم تماسونه نیولي دي. د هغه په وینا، دی پخپله څو ځله په دغو خبرو کې شامل شوی او د ترهګرۍ پر موضوع بحثونه شوي دي.
خو اصف زیاته کړه چې طالبان خبرو ته چمتو نه دي او که همکاري ونه کړي، نو د هغه په وینا «یوازینۍ لاره به سختې جګړې ته تلل وي».
لیکوال:سعید سمیر








