په کونړ ولایت کې سرچینې وایي چې تېره شپه د دې ولایت په یوه باغ کې د مالتې لسګونه نیالګي له منځه وړل شوي دي.
د سرچینو په وینا، دغه باغ د مانوګي ولسوالۍ د «ګرو کچي» په کلي کې موقعیت لري.
سر چینې زیاتوي چې دا پیښه یکشنبې د چنګاښ ۷مه را منځته شوې .
د معلوماتو له مخې، دغه باغ شاوخوا څلور کاله وړاندې جوړ شوی و او د کښت شویو نیالګیو لویه برخه د مېوې ورکولو مرحلې ته رسېدلې وه.
ویل شوي چې د له منځه وړل شویو نیالګیو دقیق شمېر لا تر اوسه نه دی معلوم.
خو تر اوسه پورې د دې پېښې عامل یا عاملان نه دي پېژندل شوي او سیمهییزو چارواکو هم په دې اړه کوم نظر نه دی ورکړی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان تل په هېواد کې د سراسري امنیت د ټینګښت خبره کوي، خو په ورته پېښو کې وخت ناوخت د ځینو سیمو د ویجاړتیا او تاوتریخوالي راپورونه هم ورکول کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








