ځايي سرچينې په ميدان وردګ ولايت کې وايي چې طالبانو د دې ولايت د پوهنې رياست ښوونکي او کارکوونکي هم د رسمي او غيررسمي وختونو پر مهال د ځیرکو مبایلونو له کارولو منع کړي دي.
يوې سرچينې رسنيو ته ويلي چې دا پرېکړه به چهارشنبې، د غبرګولي ۲۷مه، چې د نوي قمري کال له پيل سره سمون خوري، عملي شي.
د يوه غږيز پيغام له مخې چې د ميدان وردګ د پوهنې رياست يوه کارکوونکي د ښوونځيو مسؤلينو ته لېږلی، په هغه غونډه کې چې د ولسوالۍ په کچه جوړه شوې وه، طالب چارواکو د ځیرکو مبایلونو د کارولو بنديز تائيد کړی دی. په دغه پيغام کې ويل شوي چې د ځیرکو مبایلونو کارول په هر ډول شرايطو کې، که د رسمي دندو پر مهال وي او که له رسمي وخت څخه بهر، منع اعلان شوي دي.
د دې امر ابلاغ کوونکي خبرداری ورکړی چې هر هغه کارکوونکی چې له دې پرېکړې سرغړونه وکړي او ځیرک مبایل وکاروي، پوځي محکمې ته به معرفي شي. هغه له کارکوونکو غوښتي چې د احتمالي ستونزو د مخنيوي لپاره له دې لارښوونې سره سم عمل وکړي.
د طالبانو مشر، هبت الله اخوندزاده، شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د شفاهي فرمان له لارې پوځي ځواکونو او ملکي کارکوونکو ته امر کړی و چې د ځیرکو مبایلونو له کارولو ډډه وکړي.
په همدې حال کې، په ټولنيزو رسنيو کې داسې انځورونه هم خپاره شوي چې پکې د ځينو طالب ځواکونو ځیرک مبالیونه راټولېږي او ماتېږي.
همدارنګه، له يو شمېر ولايتونو څخه راپورونه خپاره شوي چې ښيي دولتي کارکوونکو او ښوونکو ته سپارښتنه شوې چې د دې پرېکړې د پلي کېدو د ډاډ لپاره خپل ځیرک مبایلونه د کار اړوندو ادارو ته وسپاري.
لیکواله:سلیمه آریایي








