د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت د سولې خبرو د مرکچي پلاوي مشر، معصوم ستانکزی، وایي چې د طالبانو تګلارې افغانستان د یوه «لا ژور کړکېچ» پر لور بیایي او ښایي راتلونکی کړکېچ د تېرو بحرانونو په پرتله خطرناک وي.
ستانکزي ویلي، په سیمه او نړۍ کې د افغانستان په اړه د بې باورۍ فضا رامنځته شوې او د خلکو نارضایتي هم مخ په زیاتېدو ده. هغه ټینګار کړی چې دا نارضایتي یوازې په «تبلیغاتو» نه شي حل کېدای.
د نوموړي په وینا، بېکاري، پراخه بېوزلي او د خلکو له ستونزو سره د طالبانو د حکومت چلند د ناخوښۍ له مهمو لاملونو څخه دي او که وضعیت همداسې دوام وکړي، د خلکو له لوري هر ډول اقدام شونی دی.
ستانکزي ویلي، طالبان په تېرو پنځو کلونو کې نه دي توانېدلي چې د افغانستان د کورنیو او سیمهییزو ستونزو ترمنځ لازم انډول رامنځته کړي او د ده په باور، د تېرو ناکامو نظامونو ځینې تګلارې بیا تکراروي.
هغه زیاته کړې چې د تېر حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې د یوه هر اړخیز سیاسي حل لپاره فرصت و، خو طالبان هغه مهال د نرمښت او د سولې لپاره د مشروع غوښتنو د منلو له لارې کولای شول د یوه هوکړهلیک زمینه برابره کړي.
ستانکزي خبرداری ورکړی چې که طالبان په خپلو تګلارو کې بدلون رانهولي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو، حقونو ته پام ونه کړي، د هېواد د راتلونکي په اړه هر ډول سناریو شونې ده.
د هغه څرګندونې په داسې مهال دي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو وسلهوالو مخالفو ډلو فعالیتونه په ځینو ولایتونو کې زیات شوي او د طالبانو په منځ کې هم د سیمهییزو قوماندانانو ترمنځ د اختلافونو راپورونه خپاره شوي دي.
لیکوال:سعید سمیر








