TOOSnews
اعلان
مياخېل: طالبان پرون هم د جګړې مسؤل وو او نن هم دي.
افغانستانټوس نیوز

مياخېل: طالبان پرون هم د جګړې مسؤل وو او نن هم دي.

۹ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د جمهوري نظام پر مهال د ملي راډیو ټلوېزیون پخواني مشر اسماعیل میاخېل پر افغان خاوره د پاکستان وروستي پوځي بریدونه غندلي او ویلي یې دي چې د اوسني وضعیت د رامنځته کېدو یوه برخه ریښه د طالبانو په تګلارو کې ده.

میاخېل په خپله فسبوک پاڼه ليکلي، طالبان هم د تېرې شل کلنې جګړې او هم د اوسنیو ستونزو په رامنځته کېدو کې مسؤلیت لري. د هغه په وینا، طالبانو د اسامه بن لادن له امله افغانستان د نړیوالو بریدونو له ګواښ سره مخ کړ او اوس یې د خپلو کړنو له امله هېواد له یوې بلې جګړې سره مخ کړی دی.

نوموړي د تېرې شل کلنې جګړې یادونه کړې او ویلي یې دي چې په دې موده کې د طالبانو د بریدونو، ماین چاودنو او هدفي وژنو له امله ګڼ افغانان وژل شوي او ملکي تاسیسات هم زیانمن شوي دي.

میاخېل ادعا کړې چې د جمهوریت پر مهال د حامد کرزي او محمد اشرف غني حکومتونو له لوري د سولې لپاره هڅې وشوې، خو طالبان یې وړاندیزونو ته حاضر نه شول. هغه ویلي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوې هوکړې په پایله کې دوی واک ته ورسېدل او افغانانو ته د خپل سیاسي برخلیک د ټاکلو فرصت محدود شو.

د هغه په وینا، طالبانو پنځه کاله وړاندې د افغانستان واک ترلاسه کړ، خو له هغه وروسته میلیونونه افغانان له هېواده وتلو ته اړ شول، د ښځو او نارینه‌وو پر ژوند محدودیتونه زیات شول او اقتصادي ستونزو د خلکو وضعیت لا خراب کړ.

میاخېل په ورته وخت کې پر افغان خاوره د پاکستان وروستي بریدونه او د ملکي وګړو وژل کېدل په کلکه غندلي او هغه یې غیرانساني او غیرقانوني عمل بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې پاکستان د افغانانو د وژلو حق نه لري او طالبان هم باید د خپلو تګلارو د پایلو مسؤلیت د وطنپالنې تر شعارونو لاندې پټ نه کړي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.