د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل د پاکستان وروستي بریدونه د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض بللی او له نړیوالو بنسټونو یې غوښتي چې دغه بریدونه د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو او د شواهدو د موجودیت په صورت کې د نسلوژنې د عمل په توګه وڅېړي.
میاخېل په خپله اېکسپاڼه لیکلي، پاکستان په پرلهپسې ډول نړیوال قوانین تر پښو لاندې کړي او په قصدي ډول یې ملکي وګړي، ښوونیز بنسټونه او روغتیايي مرکزونه په نښه کړي دي.
هغه ویلي، پاکستان یو ځل بیا په افغانستان کې داسې بریدونه ترسره کړي چې ملکي وګړي یې هدف ګرځولي دي.
د نوموړي په وینا، دا ډول کړنې باید په کلکو ټکو وغندل شي، د نړیوال بشرپاله قانون د احتمالي سرغړونو په توګه دې وڅېړل شي او که شواهد یې تایید کړي، د نسلوژنې د عمل په توګه دې هم تر څېړنې لاندې ونیول شي.
شاه محمود میاخېل په خپل پیغام کې له ملګرو ملتونو، اروپایي ټولنې، د اسلامي همکاریو سازمان، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارو، د بښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نړیوالو رسنیو غوښتي چې د پاکستان د وروستیو بریدونو په اړه لازم اقدام او خپلواکه څېړنه ترسره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








