د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وايي، چې د نشهيي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو لږ تر لږه ۷۵ کسان په ۱۴ بېلابېلو ولایتونو کې نیول شوي دي.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا عملیات د نشهيي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو له لوري ترسره شوي، چې ختیځ، جنوب، مرکزي او شمالي ولایتونه یې تر پوښښ لاندې راوستي دي.
د چارواکو په وینا، د یادو عملیاتو پر مهال له نیول شویو کسانو څخه یو اندازه نشهيي توکي هم ترلاسه شوي، خو د هغوی د کره ډول او اندازې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.
لیکوال:سعید سمیر








