د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په کابل کې د خصوصي روغتونونو له مسوولینو سره په لیدنه کې د روغتیايي خدماتو د تنظیم او همغږۍ پر موضوع خبرې کړي دي.
په دغه ناسته کې د خصوصي روغتونونو مسوولینو ویلي، چې په کابل ښار کې ټولټال ۱۲۶ خصوصي روغتونونه فعالیت کوي او اړتیا لیدل کېږي چې د یو منظم چوکاټ او ګډې اتحادیې تر چتر لاندې راټول شي.
د مسوولینو په وینا، د یوې ګډې اتحادیې جوړېدل کولی شي د روغتونونو ترمنځ همغږي زیاته، د خدماتو کیفیت لوړ او د روغتیايي سکټور ستونزې په منظم ډول حل کړي.
د طالبانو د عدلیې وزیر ټینګار کړی چې د خصوصي روغتیايي سکتور منظم کول او د قانوني چوکاټ رامنځته کول د خدماتو د ښه والي لپاره مهم دي.
لیکوال:سعید سمیر








