TOOSnews
اعلان
له ۷۰۰ څخه ډېرې د بشري مرستو لارۍ له پاکستان څخه افغانستان ته داخلې شوې.
افغانستانټوس نیوز

له ۷۰۰ څخه ډېرې د بشري مرستو لارۍ له پاکستان څخه افغانستان ته داخلې شوې.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سره له دې چې د پاکستان پوله تړلې ده، له ۷۰۰ څخه ډېرې هغه لارۍ چې نړیوالې بشري مرستې یې لېږدولې، د پاکستان له لارې افغانستان ته داخلې شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویاندې اولګا چروکو فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې په دې کاروان کې «خوراکي توکي او نور اړین بشري مرستندوی توکي» شامل وو.

په پاکستان کې د ملګرو ملتونو دایمي استازي او د بشري چارو همغږي کوونکي مو یحیی په اېکس کې لیکلي: «۷۲۴ لارۍ چې بشري مرستې یې لېږدولې، د تورخم له لارې افغانستان ته داخلې شې او هغو کورنیو ته ورسېدې چې تر ټولو ډېرو مرستو ته اړتیا لري.»

هغه له اسلام‌اباد او «له ټولو هغو کسانو چې د دې حیاتي بشري مرستندویه لارې د پرانیستې ساتلو زمینه یې برابره کړه» مننه کړې ده.

له پاکستان سره د طالبانو هغه شخړه چې د ۲۰۲۵ کال له اکتوبر راهیسې یې د دواړو هېوادونو د ځمکنۍ پولې د نږدې بشپړ تړل کېدو لامل شوې، افغانستان ته د بشري مرستو د لېږد لارې یې په جدي ډول ګډوډې کړي دي.

د پاکستان د پولې له تړل کېدو وروسته، بشري مرستې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدول کېدې؛ خو د هرمز تنګي له تړل کېدو او د ایران او امریکا له جګړې وروسته، دغه لاره هم بنده شوه.

سره له دې، پاکستان له افغانستان سره د سوداګرۍ د ځنډولو ترڅنګ، افغانستان ته د بشري مرستو د ترانزیټ اجازه ورکړې ده.

د خوړو نړیوال پروګرام تر دې مخکې ویلي وو چې د افغانستان او پاکستان د پولو او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله، ۴۰۰ ټنه غني شوي بسکټونه، چې له ۱۵ زره کیلومتره سفر او د نهو هېوادونو له تېرېدو وروسته، افغانستان ته رسېدلي دي.

د خوړو نړیوال پروګرام وايي چې افغانستان ته د مرستو د لېږد مسیر اوږد او ستونزمن شوی دی.

دغه سازمان په یوه راپور کې خبرداری ورکړی چې که د افغانستان او پاکستان د پولو تړل کېدل دوام وکړي او په منځني ختیځ کې کړکېچ لا پسې زیات شي، په افغانستان کې به ۲.۳ میلیونه نور کسان هم د خوړو له ناامنۍ سره مخ شي.

د خوړو نړیوال پروګرام د اګست میاشتې په لومړیو کې خبرداری ورکړی و چې سږ کال په افغانستان کې د ماشومانو خوارځواکي بحراني کچې ته رسېدلې ده.

د دغه سازمان د شمېرو له مخې، د تېر کال له مرګونو زلزلو، په روان کال کې د څو سختو اقلیمي پېښو، او له ۲۰۲۳ کال راهیسې له ایران او پاکستان څخه د میلیونونو افغانانو د بېرته ستنېدو وروسته، نږدې ۱۴ میلیونه افغانان له شدیدې لوږې سره مخ دي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.