TOOSnews
اعلان
په درېيو مياشتو كې له يو ميليونه ډېر كسان د افغانستان له پولو تېر شوي.
افغانستانټوس نیوز

په درېيو مياشتو كې له يو ميليونه ډېر كسان د افغانستان له پولو تېر شوي.

۲۶ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د تازه شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د اپرېل او جون میاشتو ترمنځ له ۱.۰۷ میلیونو ډېر سرحدي تګ راتګونه د افغانستان، ایران او پاکستان ترمنځ ثبت شوي دي.

د دغو تګ راتګونو ډېره برخه افغانستان ته د خلکو په داخلېدو پورې تړاو لري؛ په ټولیز ډول له هرو پنځو سرحدي حرکتونو څخه څلور یې افغانستان ته د ننوتلو په موخه ترسره شوي دي.

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په دویمه ربع کې ۸۶۶ زره او ۵۷۹ کسان افغانستان ته داخل شوي چې ۶۸ سلنه، یعنې شاوخوا ۵۸۶ زره او ۵۰۰ کسان، بېرته راستنېدونکي افغانان وو.

د راپور له مخې، له ایرانه افغانستان ته د راغلو کسانو ۵۶ سلنه ویلي چې له دغه هېواده اخراج شوي دي. همداراز، له پاکستانه د راغلو کسانو ۶۶ سلنه ویلي چې د ناخوندیتوب او فشارونو له امله افغانستان ته بېرته ستانه شوي دي.

په همدې موده کې، د IOM د معلوماتو له مخې، ایران ته د تلونکو افغانانو ۶۵ سلنه د خپل سفر اصلي لامل د کار موندل بللی، په داسې حال کې چې پاکستان ته د تلونکو افغانانو ۵۵ سلنه ویلي چې دغه هېواد ته د درملنې لپاره تللي دي.

د افغانستان پر پولو تګ راتګ په بهیر کې د بېرته راستنېدونکو افغانانو ونډه په داسې حال کې لوړېږي چې په ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو او مهاجرینو پر وړاندې فشارونه دوام لري.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.