TOOSnews
اعلان
د ټليفوني اړيكو پر مهال به د ملا هبت اللّه فرمان اورول كېږي.
افغانستانټوس نیوز

د ټليفوني اړيكو پر مهال به د ملا هبت اللّه فرمان اورول كېږي.

۲۶ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند عنایت‌الله الکوزي ویلي، چې له دې وروسته به د ټیلیفوني اړیکو د ځوابولو پر مهال د جبري نکاح په اړه د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده فرمان اورول کېږي.

نوموړي په خپل اېکس (پخواني ټویټر) کې لیکلي، چې دا پرېکړه د وزارت د مشرتابه په لارښوونه عملي شوې او هدف یې د ده په وینا د ټولنې سمون او د خلکو پوهاوی دی.

الکوزي زیاته کړې، کله چې خلک ټیلیفوني زنګ وهي، نو د عادي زنګ وهلو یا انتظار غږ پر ځای به د مخابراتي شبکو له لوري د جبري نکاح اړوند پیغام خپرېږي. هغه ټینګار کړی چې دا لړۍ به په راتلونکي کې هم دوام ولري.

نوموړي ادعا کړې چې دا اقدام د ښځو د حقونو د خوندیتوب او هغو مسایلو د روښانه کولو لپاره ترسره کېږي چې د دوی په وینا تر پښو لاندې کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې به د ټیلیفوني زنګونو پر مهال د انتظار په وخت کې موسیقي ته ورته غږونه یا د ښځو غږونه اورېدل کېدل، خو اوس به یې پر ځای رسمي پیغام خپرېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.