TOOSnews
اعلان
ملا حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، سياسي او نظامي پلوه خپلواک دى.
افغانستانټوس نیوز

ملا حسن اخوند: افغانستان له اقتصادي، سياسي او نظامي پلوه خپلواک دى.

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخوند د «افغانستان او سیمه؛ فرصتونه او ننګونې» سیمینار ته په استولي پیغام کې ویلي، افغانستان دا مهال له اقتصادي، سیاسي او نظامي پلوه خپلواک دی او کولای شي د خپل ستراتیژیک موقعیت له فرصتونو څخه په اغېزمن ډول ګټه واخلي.

نوموړي ویلي، د هېواد د پرمختګ لپاره اړینه ده چې فرصتونه او ننګونې په سمه توګه وپېژندل شي او پر بنسټ یې مناسبې پرېکړې وشي. هغه یو ځل بیا د سرتاسري امنیت ادعا کړې او ټینګار یې کړی چې افغانستان اوس له هره اړخه یو خپلواک هېواد دی.

د ملا حسن اخوند په وینا، دغه خپلواکي زمینه برابروي چې د هېواد او خلکو په ګټه داسې پرېکړې وشي چې افغانستان له ستونزو، بحرانونو او احتمالي ګواښونو خوندي وساتي او د تلپاتې سولې او پرمختګ پر لور یې رهبري کړي.

هغه همداراز ویلي چې افغانستان د سیمه‌ییز اتصال، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او پانګونې په برخو کې پراخ ظرفیتونه او فرصتونه لري. د نوموړي په خبره، د سیمې هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د انرژۍ د لېږد پروژو پرمختګ کولای شي افغانستان د سیمه‌ییزو همکاریو په مهم مرکز بدل کړي.

په دغه پیغام کې له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د متقابل احترام، ښه ګاونډیتوب، اقتصادي همکاریو او متوازنو اړیکو پر پیاوړتیا هم ټینګار شوی او غوښتنه شوې چې د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پراخې شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.