TOOSnews
اعلان
ملا شيرين:د ځوانانو د افكارو پر جوړولو او د اطاعت پر بيا وړتيا كار وكړئ.
افغانستانټوس نیوز

ملا شيرين:د ځوانانو د افكارو پر جوړولو او د اطاعت پر بيا وړتيا كار وكړئ.

۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په کندهار کې د طالبانو والي ملا شیرین د دغه ولایت د ۱۹ ولسوالیو د ولسوالانو له مرستیالانو سره په ناسته کې هغوی ته د اطاعت، همغږۍ، له خلکو سره د ښه چلند او د ځوانانو د افکارو پر جوړولو سپارښتنې کړي دي.

د طالبانو د کندهار رسنیز دفتر د یکشنبې په ورځ په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې ملا شیرین په دې ناسته کې ټینګار کړی، د ولسوالیو چارواکي باید خپل سپارل شوي مسوولیتونه په ښه ډول ترسره کړي او له خلکو سره مناسب چلند ولري.

د خبرپاڼې له مخې، ملا شیرین ویلي: «زه په دغه ولایت کې د امیرالمؤمنین استازی یم، همداسې تاسو او د ولسوالیو ولسوالان زما او د هغه استازي یاست، نو درسپارل شوي مسوولیتونه په ښه توګه ادا کړئ.»

هغه د ولسوالیو مرستیالانو ته دا سپارښتنه هم کړې چې د ځوانانو د افکارو پر روزنه او جوړولو کار وکړي او زیاته کړې یې ده: «مه پرېږدئ چې ځوانان مو د پردیو خلکو ښکار شي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې هم د طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې د ډلې د مشر د فرمانونو د عملي کېدو، اطاعت او د ادارې د تګلارو د پلي کولو په اړه ګڼې غونډې او سیمینارونه جوړ شوي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.