د طالبانو د عدلیې وزارت، یکشنبې، د زمري ۲۵مه، د «مبلغینو نصاب» په نوم نوی قانون خپور کړ؛ د خپاره شوي متن له مخې، دغه قانون د طالبانو د مشر هبتالله اخوندزاده له لوري توشېح شوی دی. دا قانون په شپږو فصلونو کې تنظیم شوی او هغه موضوعات په کې شامل دي چې طالبان مبلغین مکلف دي د منبر، جومات او خپلو ویناوو له لارې یې خلکو ته تشرېح او تبلیغ کړي.
په دغه قانون کې یو شمېر اعتقادي موضوعات او د عباداتو اصول هم شامل شوي او له مبلغینو غوښتل شوي چې دغه موارد په دوامداره توګه خلکو ته ور وښيي. همداراز، د قانون په یوه برخه کې د «امیرالمؤمنین» د امر اطاعت واجب بلل شوی او د جهاد په اړه پرېکړه کول د هغه له ځانګړو صلاحیتونو څخه ګڼل شوي دي.
«د مبلغینو نصاب» د ښځې او مېړه د اړیکو په برخه کې ښځه د مېړه اطاعت ته مکلفه بللې او نارینه یې پر ښځه «حاکم» معرفي کړی دی. د دغه قانون له مخې، ښځې باید خپل مېړونه خوښ وساتي او د هغوی د احسان او خدمتونو په بدل کې مننه وکړي.
په مقابل کې، مېړه د دغه قانون له مخې مکلف دی چې د خپلې مېرمنې اساسي اړتیاوې، لکه نفقه، جامې او استوګنځای، برابر کړي او مهر یې هم ورکړي. قانون همداراز ټینګار کړی چې په کورنیو اړیکو کې باید پر ښځو ظلم یا جبر ونه شي.
د قانون په بله برخه کې نارینهوو ته د څو مېرمنو ودول روا بلل شوي دي. خو له هغه نارینه چې څو مېرمنې لري، غوښتل شوي چې د هغوی ترمنځ له عدالت څخه کار واخلي. په دغه سند کې د واده پر مهال د ښځو د ځینو حقونو پر رعایت هم ټینګار شوی دی.
د «مبلغینو د نصاب» له مخې، د نکاح پر مهال د بالغې ښځې رضا ضروري ده او هېڅوک نه شي کولای هغه په زور او اکراه واده کولو ته اړ کړي. دغه قانون همداراز «بد ورکول» رد کړي او ټینګار یې کړی چې ښځه مال نه ده او هېڅوک نه شي کولای هغه د کوم اختلاف یا شخړې په بدل کې بل چا ته وسپاري.
د کونډو ښځو په اړه هم په دغه قانون کې راغلي چې له پخواني مېړه له ورور سره د هغوی واده اجباري نه دی او دا موضوع د ښځې په خپل انتخاب پورې اړه لري. همداراز، که کونډه ښځه بیا واده وکړي، له نوي مېړه څخه د مهر د ترلاسه کولو حق هم لري.
دغه قانون په بله برخه کې، چې «ستر او حجاب» نومېږي، د ښځو د جامو او پوښښ موضوع ته هم اشاره کړې ده. د متن له مخې، مبلغین مکلف دي چې محرم او نامحرم خلک خلکو ته تشرېح کړي او نارینهوو ته سپارښتنه وکړي چې تر خپلې سرپرستۍ لاندې ښځې د نامحرمو پر وړاندې د حجاب رعایت ته اړې کړي.
د «مبلغینو نصاب» کې همداراز د والدینو له لوري اولادونو ته د بخشش پر مهال د لوڼو او زامنو ترمنځ د برابرۍ په اړه راغلي چې د مساوات رعایت اړین دی؛ خو دا حکم پر میراث نه تطبیقېږي. په دې توګه، قانون د والدینو له خوا اولادونو ته د بخشش او د میراث د برخې ترمنځ توپیر کړی دی.
د دغو ټولو احکامو له مجموعې څرګندېږي چې د طالبانو نوی قانون، د مبلغینو لپاره د ښوونیز او تبلیغاتي چوکاټ له ټاکلو سربېره، د رهبر صلاحیتونه، جهاد، کورنۍ اړیکې، واده، څو مېرمنې، د ښځو حقونه او حجاب هم تر پوښښ لاندې راولي.
لیکواله:سلیمه آریایي








