TOOSnews
اعلان
د روغتیاپالو نړيواله ورځ: اروپايي ټولنې د افغانستان د روغتیا سکټور ملاتړ ته دوام ورکړی.
افغانستانټوس نیوز

د روغتیاپالو نړيواله ورځ: اروپايي ټولنې د افغانستان د روغتیا سکټور ملاتړ ته دوام ورکړی.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د روغتیاپالو د نړۍوالې ورځې په مناسبت، اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روغتیاپالو د زده‌کړې، روزنې او مسلکي پرمختګ ملاتړ ته دوام ورکوي. دغه ټولنه ټینګار کړی چې ښځې د افغانستان د روغتیايي ځواک یوه مهمه برخه دي او نه یوازې د ژوند ژغورلو، بلکې د هېواد په راتلونکې کې هم مهم رول لري.

د مئ ۱۲مه، چې د غویي ۲۲مې سره برابره ده، هر کال د روغتیاپالو د نړۍوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي. دا ورځ د هغو روغتیايي کارکوونکو د هڅو د ستاینې لپاره ځانګړې شوې چې په سختو شرایطو کې ناروغان درملوي او د ټولنې روغتیا ساتي.

اروپايي ټولنې په خپله رسمي پاڼه روغتیاپال «نه هېرېدونکي اتلان» بللي او لیکلي یې دي: «ښځې د روغتیايي ځواک یوه مهمه برخه دي، ژوند ژغوري او د هېواد راتلونکې جوړوي.»

په خبرپاڼه کې راغلي چې اروپايي ټولنه د روغتیاپالو د روزنې او ځواکمنتیا پروګرامونو ملاتړ کوي، څو د ټولو خلکو لپاره د روغتیايي خدمتونو کیفیت ښه شي.

خو په افغانستان کې روغتیاپالان د تجهیزاتو او اسانتیاوو کمښت، ټیټ معاشونه، سخت کار او پراخو محدودیتونو سره مخ دي. همدارنګه، د طالبانو محدودیتونه پر ښځو د زده‌کړې او د روغتیا سکټور باندې د هېواد روغتیايي سیستم له جدي ستونزو سره مخ کړی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.