TOOSnews
اعلان
امربالمعروف كاركوونكو په هرات كې د حجاب د نه مراعت به تور ښځې نيولي دي.
افغانستانټوس نیوز

امربالمعروف كاركوونكو په هرات كې د حجاب د نه مراعت به تور ښځې نيولي دي.

۱۷ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په هرات کې یوې سرچینې ادعا کړې چې د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست به هغه ښځې چې له چادري پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمو ډلو له خوا ونیول شي.

د سرچینې په وینا، د هرات د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست په یوې غونډه کې ګډونوالو ته داسې لارښوونې او مکتوبونه وېشل شوي چې له مخې یې د ښځو د حجاب د څار او کنټرول لپاره نوي اقدامات عملي کېږي.

سرچینه وایي، په یاده غونډه کې د هرات ولایت د یوې پرېکړې جزییات هم ګډونوالو ته وړاندې شوي دي. د نوموړي په خبره، دا پرېکړه د ولایت د والي او د امر بالمعروف ریاست د چارواکو په ګډون په یوه غونډه کې شوې او ټاکل شوې چې د شوراګانو د رییسانو، د ګذر د وکیلانو او د جوماتونو د امامانو له لارې خلکو ته ورسول شي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په پرېکړه کې راغلي چې د بې‌حجابۍ د مخنیوي او د حجاب اړوند د «شرعي احکامو» د پلي کېدو په موخه به هغه ښځې چې له چادرۍ پرته، په لوڅ مخ، تنګو جامو یا له سینګار سره په بازارونو او عامه ځایونو کې ولیدل شي، د ځانګړو ګزمو ډلو له خوا ونیول شي.

سرچینه زیاتوي چې دغه ډلې به د امر بالمعروف د استازو ترڅنګ له ښځینه او نارینه پولیسو څخه جوړې وي او سرغړونکې ښځې به د هرات ښځینه زندان ته ولېږدول شي.

د سرچینې په وینا، ټاکل شوې چې د دې پرېکړې عملي کېدل د ۱۴۰۵ کال د غبرګولي له ۱۶مې نېټې، چې د شنبې له ورځې سره برابره ده، پیل شي.

د یادونې وړ ده چې دا معلومات د یوې سرچینې له لوري وړاندې شوي او په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.