ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، وايي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ او هلمند ولایتونو پر ځینو سیمو، ۹ ملکي وګړي، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د مجاهد په وینا، د کونړ د شلتن او چوګام ولسوالیو او د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ استوګنیزې سیمې د دغو بریدونو هدف ګرځېدلې دي.
لیکواله:محبوبه بابري








