د پاکستان مشهور مفتي، عبدالقوي ادعا کړې چې له هندي ډانسرې او فلمي څېرې راکي ساونټ سره به واده وکړي.
عبدالقوي ویلي، د دوی د واده مراسم په دوبۍ کې تنظیم شوي او دواړه به د همدې مراسمو لپاره هلته سفر وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې نوموړی د راکي ساونټ سره د واده ادعا کوي. هغه تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې، خو راکي ساونټ یې په ځواب کې ویلي وو چې له هغه سره د واده کولو نیت نه لري.
راکي ساونټ هغه مهال په خپل غبرګون کې لیکلي وو: «زه له عبدالقوي سره د واده کولو هوډ نه لرم، ځکه هغه ما نه شي ساتلی.»
تر اوسه راکي ساونټ د عبدالقوي د تازه ادعا په اړه کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی.
لیکوال:سعید سمیر








