ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، اعلان وکړ چې د پاکستان د پوځ په بریدونو کې د افغانستان په درېیو ولایتونو کې لږ تر لږه ۳۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۶۳ نور ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، په قربانیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د طالبانو د ویاند په خبره، د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو د پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو پر استوګنیزو سیمو بمبار کړی دی. هغه زیاته کړې چې د دغو بریدونو له امله لږ تر لږه درې استوګنیز کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي او اوسېدونکو ته یې درانه مالي زیانونه هم اوښتي دي.
مجاهد ویلي چې تر ټولو ډېر تلفات د پکتیا ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې ثبت شوي دي. د هغه په وینا، په لومړي برید کې یو سپینږیری او یو ماشوم وژل شوي. هغه زیاته کړه چې کله د سیمې اوسېدونکي د ټپیانو د ژغورنې او مرستې لپاره راټول شول، سیمه یو ځل بیا بمبار شوه چې له امله یې ۲۸ نور کسان ووژل شول او ۱۵۸ تنه ټپیان شول.
د طالبانو ویاند همدارنګه وویل چې د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ په یوه جلا برید کې یو استوګنیز کور بمبار شوی، چې له امله یې شپږ ملکي وګړي وژل شوي دي. د هغه په خبره، د دې برید ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.
مجاهد زیاته کړه چې د کونړ ولایت د مانوګي ولسوالۍ په یوه برید کې هم یو استوګنیز کور په بشپړه توګه ویجاړ شوی او درانه مالي زیانونه یې اړولي دي، خو دغه برید مرګژوبله نه ده رامنځته کړې.
لیکواله:سلیمه آریايي








