شهزاده هري او مېرمن یې میګان مارکل د نېټ فلېکس رسنیز شرکت لپاره د یوه جنګي فلم پر جوړولو بوخت دي. دا فلم د افغانستان د جګړې په اړه د یوه برېتانوي افسر د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي. شهزاده هري په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې دوه ځلي ماموریت هم ترسره کړی دی.
دا فلم د برېتانیا د هغې پوځي قطعې کیسه بیانوي، چې د ۲۰۰۶ کال په جولای کې یې د هلمند د یوې ولسوالۍ د ساتلو مسوولیت درلود او وروسته بیا د طالبانو له لوري په نښه شوه.
د دغه فلم نوم «د وتلو لاره نشته: په کلابندۍ کې د نارینوو رښتینې او لړزونکې کیسه» ده. دا فلم د مېجر ادم جویټ د خاطراتو پر بنسټ جوړېږي؛ هغه په هلمند کې د برېټانیا د یادې پوځي قطعې قومندان و.
شهزاده هري له پوځ څخه تر وتلو وړاندې، لس کاله په برېټانوي پوځ کې خدمت وکړ او دوه ځله یې د افغانستان د جګړې د لومړۍ کرښې په ماموریتونو کې برخه اخیستې ده.
شهزاده هري د ۲۰۰۷ کال په وروستیو کې د یوه لس اوونیز ماموریت لپاره هلمند ته لاړ. هري په هغه وخت کې د جنګي ډګر د هوایي کنټرولر په توګه دنده ترسره کوله. دغه محرمانه ماموریت په انټرنېټ کې د هغه د حضور له افشا کېدو وروسته، له ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.
له افغانستان څخه د هري تر ستنېدو وروسته، برېټانوي رسنیو ورته د «جنګیالي شهزاده»، «زړور هري» او «زموږ له زامنو څخه یو» په څېر لقبونه ورکړل. هغه وروسته بیا افغانستان ته د ستنېدو لپاره په برېټانیا او امریکا کې تر روزنې او سختو تمرینونو وروسته، د اپاچي چورلکې د پیلوټ په توګه پر شرایطو برابر وګڼل شو.
هري د ۲۰۱۱ کال په اپرېل کې د کپټان رتبې ته ورسېد او د خپلې سکاډرون له قومندان څخه یې د اپاچي نښان هم ترلاسه کړ.
هغه د ۲۰۱۲ کال په سپټمبر کې یو ځل بیا افغانستان ته لاړ. دغه ماموریت شل اوونۍ دوام وکړ او هغه ته فرصت ورکړل شو، چې په عملیاتو کې د اپاچي چورلکې د مرستیال پیلوټ او ویشتونکي په توګه برخه واخلي.
کنزینګټون ماڼۍ د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې په رسمي ډول له پوځ څخه د هري وتل تایید کړل. په دې پرېکړې سره، په برېټانوي پوځ کې د هغه لس کلن خدمت پای ته ورسېد.
شهزاده هري او میګان مارکل تېر کال له نېټ فلېکس سره یو محدود تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون له مخې، نېټ فلېکس حق لري چې د هري او میګان د تولیدي شرکت «ارچي وېل» پروژې تر نورو وړاندې وڅېړي او بیا یې په اړه پرېکړه وکړي.
لیکوال:سعیدسمیر








