د یوه تولیدي شرکت مسوولان وایي چې د کابل ښار لپاره د سل ښاري بسونو د جوړولو بهیر پیل شوی دی. د هغوی په وینا، هر بس د پنځوسو مسافرو د لېږد ظرفیت لري او د ښاري ترانسپورټ په برخه کې به وکارول شي.
د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، دغه شرکت د ښاري بسونو ترڅنګ د تېزرفتار موټرو او معیاري درمولو ماشینونو په جوړولو کې هم بریالی شوی دی. د شرکت مسوولان وایي چې په هېواد کې د دغو وسایطو د تولید ظرفیت موجود دی او د جوړولو بهیر یې روان دی.
مسوولانو زیاته کړې چې د اړتیا د زیاتېدو په صورت کې تېزرفتار موټرونه په شل ورځو کې تولید او بازار ته د وړاندې کولو لپاره چمتو کېدای شي. هغوی دا د هېواد په موټرو جوړونې برخه کې د تخنیکي او تولیدي وړتیاوو نښه بللې ده.
د مسوولانو په وینا، د ښاري بسونو او نورو ترانسپورټي وسایطو د تولید پیل د کورني تولید د پراختیا، د کاري فرصتونو د رامنځته کولو او د صنعتي ظرفیتونو د پیاوړتیا د پروګرامونو یوه برخه ده.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د کورني تولید ملاتړ او د ملي صنعتونو پراختیا د اقتصادي او صنعتي ودې په برخه کې له مهمو ټکو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








