رئال مادرید د پرلهپسې پنځم کال لپاره د نړۍ د تر ټولو ارزښتناک فوټبال کلب لقب وساته. د فوربس مجلې د وروستۍ درجهبندۍ له مخې، د دې هسپانوي کلب ارزښت ۹.۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.
فوربس په خپل ۲۰۲۶ کال راپور کې ویلي چې رئال مادرید د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ فصل پر مهال د ۱.۲۶۵ میلیارده ډالرو عاید په ثبتولو سره د نړۍ د فوټبال کلبونو ترمنځ د تر ټولو لوړ عاید ریکارډ مات کړی او همداراز یې د نړۍ د ټولو ورزشي ټیمونو په کچه د تر ټولو لوړ عاید نوی ریکارډ هم خپل کړی دی.
په دې درجهبندۍ کې بارسلونا د ۷.۵ میلیارده ډالرو په ارزښت دویم مقام خپل کړی، او منچسټر یونایټډ د ۷.۲ میلیارده ډالرو په ارزښت د نړۍ درېیم تر ټولو ارزښتناک فوټبال کلب بلل شوی دی.
لیورپول، پاریس سېن ژرمن، بایرن مونیخ، منچسټر سیټي، ارسنال، چېلسي او ټاتنهام هم د نړۍ د لسو تر ټولو ارزښتناکو فوټبال کلبونو په ډله کې شامل دي.
د راپور له مخې، د نړۍ د ۳۰ غوره فوټبال کلبونو ټولیز ارزښت ۸۷ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله د پام وړ زیاتوالی ښيي. همداراز، د دغو کلبونو اوسط ارزښت ۲.۹ میلیارده ډالرو ته لوړ شوی دی.
فوربس ویلي چې د انګلستان غوره لیګ (پریمیر لیګ) د ۱۱ استازو په لرلو سره د نړۍ د ۳۰ تر ټولو ارزښتناکو کلبونو ترمنځ تر ټولو لویه ونډه لري. ورپسې د امریکا مسلکي فوټبال لیګ د اوو ټیمونو، د ایټالیا سرې اې د څلورو ټیمونو، د جرمني بونډسلیګا د درېیو ټیمونو او د هسپانیا لالیګا د درېیو استازو په لرلو سره ځای لري.
دې مجلې په اروپايي فوټبال کې د امریکايي مالکانو د پانګونې زیاتوالی، د سوداګریزو عوایدو وده، د لوبغالو پراختیا او د نړیوالو کلبي سیالیو پراخېدل د فوټبال کلبونو د ارزښت د لوړېدو مهم عوامل بللي دي.
فوربس همداراز وړاندوینه کړې چې په اروپايي فوټبال کې د پانګونې د دوام او د سوداګریزو سیالیو د پراختیا له امله به د نړۍ د سترو کلبونو مالي ارزښت په راتلونکو کلونو کې هم د ودې لړۍ ته دوام ورکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








