راپورونه ښيي چې مسعود پزشکیان د مجتبی خامنه ای دفتر ته په یوه رسمي لیک کې له خپلې دندې د استفا غوښتنه کړې ده.
د دغو راپورونو له مخې، پزشکیان په خپل لیک کې د هېواد د چارو د مدیریت پر بهیر نیوکه کړې او اندېښنه یې څرګنده کړې چې د هېواد د پرېکړو او ادارې مهمې چارې له رسمي لارو وتلې دي.
با خبره سرچینې وایي چې په دې لیک کې د هغو کړیو د نفوذ او رول زیاتېدو ته اشاره شوې چې د سپاه پاسداران له اسلامي پاڅون سره تړاو لري، او د ایران ولسمشر خبرداری ورکړی چې د مهمو ملي پرېکړو په بهیر کې د رسمي ادارو رول کم شوی دی.
د راپور له مخې، پزشکیان ټینګار کړی چې حکومت د هېواد په ډېرو مهمو او ستراتیژیکو پرېکړو کې اغېزناک رول نه لري، او همدې چارې د هغه لپاره د قانوني او اداري مسؤلیتونو ترسره کول له جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
تر اوسه د ایران رسمي چارواکو د دغو راپورونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، او لا هم څرګنده نه ده چې د ولسمشر د استفا غوښتنه به ومنل شي که نه.
دا راپورونه داسې مهال خپرېږي چې په وروستیو میاشتو کې د حکومت او د ایران د ځینو پوځي او امنیتي بنسټونو ترمنځ د اختلافونو د شتون خبرونه هم ورکړل شوي وو. بېلابېلو سرچینو ویلي چې په ځینو اجرایي او سیاسي برخو کې د حکومت واکونه محدود شوي دي.
همدارنګه، راپورونه خپاره شوي وو چې ښيي د پزشکیان حکومت د خپلو ځینو سیاسي، ډیپلوماټیکو او اداري پروګرامونو په پلي کولو کې له ننګونو سره مخ دی، او په ځینو مواردو کې یې د خپلې خوښې بدلونونو د راوستلو توان نه درلود.
د روان کال د وري په میاشت کې هم د پزشکیان او احمد وحیدي ترمنځ د اختلافاتو راپورونه خپاره شوي وو. د دغو راپورونو له مخې، د جګړې د مدیریت څرنګوالی او د هغې اقتصادي او معیشتي پایلې د اختلافاتو له مهمو موضوعاتو څخه وې.
باخبره سرچینې دا ادعا هم کوي چې د ایران ولسمشر د حکومت د واکونو له محدودېدو او په هغه حالت کې له واقع کېدو ناخوښي څرګنده کړې چې نوموړي ورته «سیاسي او اجرایي بنبست» ویلي دي.
د دغو راپورونو له مخې، په اوسنیو شرایطو کې ځینې مهمې دندې او کلیدي ګمارنې په مستقیم ډول د پوځي او امنیتي بنسټونو له خوا اداره کېږي؛ هغه موضوع چې د سرچینو په وینا، د ایران د واکمنۍ په جوړښت کې د اختلافاتو د زیاتېدو له اصلي لاملونو څخه ګڼل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








