مسکو – د روسیې د المپيک د کمېټې عمومي منشي د ځوانو المپيکي مډال ګټوونکو ورزشکارانو په نړيوال فورم کې د افغانستان د ورزشي پلاوي د ګډون ستاينه وکړه او د افغانستان د سپورټ ادارې له مشر مولوي احمدالله وثیق څخه یې ځانګړې قدرداني وکړه.
په هغه کتنه کې چې د دغه فورم په څنډه کې د مسکو په ښار کې ترسره شوه، ویکتور بریزوف د دې نړيوالې غونډې په چارو کې د افغانستان د ګډون هرکلی وکړ او د روسیې د المپيک کمېټې ځانګړې تحفې یې مولوي احمدالله وثیق ته وړاندې کړې.
د ځوانو المپيکي مډال ګټوونکو ورزشکارانو نړيوال فورم د روسیې په کوربهتوب له پرون راهيسې پيل شوی او د دوو ورځو لپاره به دوام وکړي. د دې رويداد تنظیموونکي وايي چې اصلي موخه یې د ځوانو ورزشکارانو ملاتړ، د غوره ورزشي استعدادونو هڅونه او په نړيواله کچه د سالمو سياليو ترویج دی.
په دغه فورم کې د بېلابېلو هېوادونو استازي ګډون لري او د ورزش د ودې، د ځوانو ورزشکارانو د ملاتړ او د هېوادونو ترمنځ د ورزشي همکاريو د پراختيا په اړه بحثونه او نظرونه تبادله کوي.
ګډونوالو همدارنګه د ورزشي اړیکو د پیاوړتیا او په نړيوالو ډګرونو کې د ځوانو ورزشکارانو د ودې او پرمختګ لپاره د لا ډېرو فرصتونو پر رامنځته کولو ټينګار کړی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








