د لندن مسلمان ښاروال،صادق خان،په خپلې فېسبوک پاڼې کې د یو پیغام په خپرولو سره اعلان وکړ چې سږ کال یې د حج په مراسمو کې ګډون کړی دی. هغه په دې عبادي مراسمو کې ګډون «لوی ویاړ او الهي نعمت» وباله او حج یې د برابرۍ، یووالي او ګډ انسانیت نښه وبلله.
د لندن ښاروال په خپل پیغام کې حج یو ژور معنوي سفر وباله او ویې ویل چې په لندن او د نړۍ په نورو برخو کې اړمن خلک به په خپلو دعاوو کې هېر نه کړي. هغه ټینګار وکړ چې دا سفر د انساني او معنوي ارزښتونو سره د لا نږدې کېدو یو فرصت دی.
ښاغلي خان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه د میلیونونو مسلمانانو د ګډون یادونه وکړه او ویې ویل: «په احرام کې درېدل، له ساده او بېګنډه جامو سره، د دې سترې ګڼې ګوڼې ترڅنګ، دا حقیقت را یادوي چې ټول انسانان د خدای پر وړاندې برابر دي.»
هغه همداراز څرګنده کړه چې حج یوازې د ظاهري مناسکو ترسره کولو پورې محدود نه دی، بلکې د ایمان، ځانسمونې او د انسان د ژوند د بیا ارزونې لپاره یو بېساری فرصت هم ګڼل کېږي.
د دې پیغام خپرېدو په ټولنیزو رسنیو کې پراخ هرکلی ترلاسه کړ، او ګڼو کاروونکو دا تجربه الهامبښونکې وبلله او دا یې د برېټانیې په ټولنه کې د کلتوري او مذهبي تنوع نښه وګڼله.
لیکواله:سلیمه آریایي








