سلام وطندار راډیو د اقتصادي ستونزو له امله خپل ۲۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي دي.
دغې راډیو تایید کړې چې د چهارشنبې په ورځ یې د اقتصادي ستونزو له امله یو شمېر کارکوونکو ته د دندو د پای ته رسېدو خبر ورکړی دی.
د سلام وطندار یوه کارکوونکي ویلي، د راډیو عواید کم شوي او د سوداګریزو اعلانونو خپرېدل هم د پخوا په پرتله کم شوي دي.
د نوموړي په وینا، له کلونو مالي ستونزو وروسته پرېکړه شوې چې یو شمېر کارکوونکي له دندو ګوښه شي. هغه اندېښنه ښودلې چې که اقتصادي وضعیت همداسې دوام وکړي، ښايي نور کارکوونکي هم خپلې دندې له لاسه ورکړي.
په افغانستان کې مالي ستونزو د رسنیو پر فعالیتونو هم اغېز کړی او د رسنیو د ملاتړو بنسټونو په وینا، یو شمېر رسنۍ د اقتصادي ستونزو ترڅنګ د محدودیتونو او سانسور له امله تړل شوې دي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اګست پر ۱۳مه په خپاره کړي راپور کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې یې د رسنیو د ازادۍ د نقض ۱۰۲ پېښې ثبت کړې دي.
د دغه مرکز په وینا، په همدې موده کې ۱۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي نیول شوي او لږ تر لږه ۲۹ رسنۍ او رسنیزې ادارې تړل شوې یا یې د فعالیت جوازونه لغوه شوي دي.
د خبریالانو مرکز له نړیوالې ټولنې او د رسنیو له ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د رسنیو د ازادۍ د خوندیتوب لپاره هڅې زیاتې او له خپلواکو رسنیو او له ګواښ سره مخ خبریالانو سره مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








