د طالبانو د مخالفې «متحدې جبهې» مشر، جنرال سمېع سادات ادعا کړې چې د کندهار د پخواني امنيتي چارواکي حضرت الله اڅکزي «حاجي ورور» د وژنې په غچ کې یې په کندهار ښار کې د طالبانو د استخباراتو دوه غړي وژلي دي.
سادات د یکشنبې په ورځ پر اېکس لیکلي، طالبانو د افغانستان د ملي پولیسو پخوانی افسر «حاجي ورور» وژلی او وروسته د متحدې جبهې عملیاتي ملګرو په کندهار ښار کې د طالبانو د استخباراتو دوه منسوبین وژلي دي.
نوموړي ویلي، دا برید یې د حضرت الله اڅکزي د وژنې په غچ کې ترسره کړی، خو د پېښې په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.
لیکوال:سعید سمیر








