TOOSnews
اعلان
سميع سادات: زما په يوه ټلیفوني اړیکه څو ولايتونه سقوط کولی شي.
افغانستانټوس نیوز

سميع سادات: زما په يوه ټلیفوني اړیکه څو ولايتونه سقوط کولی شي.

۱۴ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان پوځ پخوانۍ قومندان، سمیع سادات، په تازه څرګندونو کې ادعا کړې ده چې که پرېکړه وشي، یواځې د یوې ټلیفوني اړیکې له لارې کولای شي څو ولایتونه سقوط کړي. دغه خبرې په ټولنیزو رسنیو کې ژر تر ژره پراخ غبرګونونه يې را پارولي دي.

سادات همداراز ادعا کړې چې د القاعدې یوه مشهوره څېره په هند-پاکستان کې، اسامه محمود چې «ابوذر» په نوم هم مشهور دی، په قندهار ولایت کې ژوند کوي. د هغه په وینا، دغه شخص چې د پاکستان د پېښور اصلي دی، له خپل مرستیال «عاطف» سره په افغانستان کې شتون لري او فعالیت کوي.

د دغه پخواني نظامي چارواکي په وینا، اسامه محمود کله ناکله ایران ته سفر کوي، خو د دغه شبکې اصلي تعلیمي مرکزونه او فعالیتونه په غزني، هلمند، قندهار او فراه ولایتونو کې موقعیت لري. هغه زیاته کړې چې د تحریک طالبان پاکستان یوه مهم برخه او امکانات هم په افغانستان کې ځای پر ځای شوي دي.

دغه څرګندونې په داسې وخت کې مطرح کیږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یو تازه راپور کې ویلي چې د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته، القاعدې په پټ ډول په افغانستان کې خپل فعالیتونه بیا پیل کړي او څو نوي تعلیمي مرکزونه او کمپونه جوړ کړي دي.

د دې راپور له مخې، القاعدې لږ تر لږه ۸ نوي کمپونه په افغانستان کې جوړ کړي او لا هم له طالبانو سره خپلې اړیکې ساتي. همداراز ویل شوي چې دغه شبکه په غزني، لغمان، پروان او ارزګان ولایتونو کې فعال مرکزونه لري او په پنجشیر کې یې یو وسله‌وال ذخیره هم جوړه کړې ده.

القاعده د خپل مشر، اسامه بن لادن، په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان په یو برید کې د وژل کیدو وروسته ضعیفه شوې وه، خو هیڅکله په بشپړ ډول له منځه نده تللې. اوس راپورونه ښیي چې دغه ګروپ هڅه کوي خپل فعالیتونه په افغانستان کې بیا پیل کړي او پراخه کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.