د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانۍ کارکوونکې سارا اډمز د فرشته عمادي د مړینې په تړاو د طالبانو له لوري د ځانوژنې ادعا رد کړې او هغه یې د نه باور وړ ده بللې. نوموړې ویلي، هر څوک چې د طالبانو دغه روایت مني، «ډېر ناپوهه» دی.
اډمز په ایکس (پخواني ټویټر) کې په خپره کړې تبصره کې ویلي، دا ادعا چې ګواکې فرشته عمادي د طالبانو تر ولکې لاندې زندان کې ځانوژنه کړې، د منلو وړ نه ده او باید په شک ورته وکتل شي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د فرشته عمادي مېړه، ویس عمادي، په یوې مرکې کې ویلي چې مېرمن یې ځانوژنه کړې ده. نوموړي د طالبانو اړوندې رسنۍ «صدای هندوکش» ته ویلي، هغه ادعاوې ناسمې دي چې ګواکې فرشته عمادي د طالبانو له لوري وژل شوې ده.
بل لور ته، د فرشته عمادي د مړینې په اړه تر اوسه بېلابېل او متضاد راپورونه خپاره شوي دي. د ملګرو ملتونو ادارې یوازې د هغې مړینه تایید کړې، خو د مړینې د څرنګوالي په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.
تر دې دمه د پېښې د علت او څرنګوالي په اړه کوم مستقل، باوري او هر اړخیز معلومات نه دي خپاره شوي، او د موضوع په اړه لا هم ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
لیکوال:سعید سمیر








