د طالبانو د ادارې د له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشر،شهاب الدین دلاور، خبرداری ورکړ چې که اوسنۍ اداره ړنګه شي، افغانستان به له بحران او ګډوډۍ سره مخ شي. هغه په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د طالبانو د ادارې لپاره بل هېڅ بدیل شتون نه لري.
دلاور ادعا وکړه چې د طالبانو ادارې په تېرو اته څلوېښتو کلونو کې د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې تفرقه او اختلافونه له منځه وړي او ټول یې په یوه واحد صف کې درولي دي. نوموړي د واک د انحصار په اړه د نیوکو په غبرګون کې وویل چې د طالبانو اداره یوازې د ملايانو پورې محدوده نه ده.
له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون مشر د ټولشموله حکومت غوښتنې هم رد کړې او د پخوانیو سیاسي جریانونو په اړه یې وویل: «ځینې د جمهوریت او افغانشموله حکومت خبره کوي، خو د پخوانیو تنظیمونو په کوم یوه کې ټولشموله حکومت یا ډیموکراسي موجوده وه؟ په ډېرو کې به له پلار وروسته زوی مشر کېده.»
د شهابالدین دلاور دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د ټولشموله حکومت د جوړېدو موضوع لا هم د افغانستان د سیاسي راتلونکي په اړه د بحثونو له مهمو محورونو څخه ده او د یو شمېر کورنیو سیاسي جریانونو او نړیوالې ټولنې له اساسي غوښتنو څخه شمېرل کېږي.
لیکواله:سلیمه آریایي








